دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 175414
د ناټو سرمنشي وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه موافقه ترلاسه کېږي، ښایي په‌دې هېواد کې ناامني لا زیاته شي
ینس سټولټنبرګ د افغانستان امنیتي وضعیت ته دغه اندیښنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه.
نوموړي وویل: "اوس چې موږ په ریښتني ډول د سولې د پروسې د مخ ته وړلو هڅه کوو، په نورو جګړو کې مو لیدلي چې ځیني وختونه شخړې زیاتې شوي او هغه هم ځکه چې بېلابېل لوري هڅه کوي چې د امکان ترحده په یوه ښه دریځ د خبرو اترو د مېز تر شا کښیني. ښایي وضعیت په افغانستان کې ترښه کېدو مخکې لا یو څه خراب شي."
په بروکسل کې پرون په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو وار بیا په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات د ټینګیښت لپاره خپله ژمنه تازه کړ

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmnzk23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته