دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 175416
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړې
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د شکایتونو، انتخاباتي سرغړونو او جرایمو له څېړلو وروسته د کابل حوزې رأیې باطلې اعلان کړې او په ټینګار يې وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې له قانون سره سم په دغه ولایت کې له سره انتخابات وکړي.
د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل انتخاباتي حوزې په اړه یې نېږدې درې زره انتخاباتي شکایتونه، تخلفات او انتخاباتي جرایم څېړلي دي.
نوموړی زیاتوي دغه پریکړه یې د مستندو اسنادو او د حقوقي او قانوني بنسټ پر اساس کړې ده.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:
"د انتخاباتو قانون د دوهمې او پنځمې مادې د دوهم بند د احکامو د پلي کېدو په منظور، د انتخاباتو قانون ۹۴مې مادې د پنځمې فقرې پر اساس او د اسنادو، مدارکو او دلایلو په پام کې نیولو سره او د یادو دلایلو له مستند کېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د کابل انتخاباتي حوزې انتخابات باطل دي."
 
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې دغه پریکړه یې د بېلابېلو دلایلو په ځانکړي ډول د پراخې انتخاباتي درغلۍ او درنو انتخاباتي جرایمو د ترسره کېدو له امله کړې ده.
علي رضا روحاني وايي چې همدا شان د شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو د کمېسیون د درالانشان رئیس احمد شاه زمان، د کابل ولایت د انتخاباتو کمېسیون پخوانی رئیس اول الرحمن رودوال، د دغه کمېسیون د ساحوي عملیاتي دفتر رئیس زمری قلمیار او مرستیال یې عبدالعزیز صمیم او د دغه کمېسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس سید ابراهیم سادات له دندو لېرې کړي او د دوسیو له څېړلو وروسته به يې پایلې هم له خلکو سره شریکي شي.
دغه کمېسیون وايي چې پریکړه یې وروستۍ او د بدلون وړ نه‌ده.
ښاغلی روحاني وايي چې د کابل په انتخاباتي حوزه کې جدي ستونزې وې چې د انتخاباتو عمومي والی او عادلانه توب ته یې زیان رسولی.
په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي، ډېر احتمال شته چې د فراه، میدان وردګو، او یو شمېر نورو ولایتونو انتخابات هم لغوه اعلان شي چې په اړه به یې وروسته پریکړه وشي.
کابل ولایت په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري چې د میزان ۲۸مې انتخاباتو لپاره ۸۰۴ تنو ځانونو کاندید کړي وو.
له بلې خوا د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې دواړه کمېسیونونه په خپلو کارونو کې خپلواک دي او پریکړو ته یې احترام لري.
په همدې حال کې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پریکړه غیر عادلانه او د نه منلو وړ ده ځکه د سرچینې په وینا بحران زیږوي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvievmuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته