دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 175436
د ټاکنو کمیسیون د کابل رایو ابطال سیاسی او بی اساس وبلل
ددی وروسته چی ټاکنو شکایاتو کمیسیون له لوری د کابل پارلمانی ټاکنو رایی باطل اعلان شو، ټاکنو کمیسیون دا تصمیم سیاسی، احساساتی او بی اسناد وبلل.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی ټاکنو خپلواک کمیسیون عجولانه، بی بنیاد، سیاسی او غیری قانونی تصمیم د شکایاتو کمیسیون له لوری ردوی او هغه دکابل خلګو رایو سره معامله بولی.
ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون ویلی دی چی د پراخو تقلباتو له امله او همدارنګه کابل ولایت ټاکنو مدیریت کې شته مشکلاتوله امله ددی حوزه رایی باطل اعلان کړ.
ټاکنو کمیسیون خپل اعلامیه په یو برخه کې ویلی دی چی شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون، شکایاتو ته رسیدګی په بهانه د ټاکنو نتایجو اعلان ځنډیدو لامل شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون په اعلامیه کې همدارنګه راغلی دی: ټاکنو ځپلواک کمیسیون، د رایو جمع بندی پروسه په عادی توګه او پلان په اساس مخته وړی او مصمم دی ترڅو د پلان په اساس د باقی ولایتونو لمړنۍ نتیجی په راتلونکې ورځو کې اعلان کړی.
کابل ولایت پارلمانی ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره نږدی ۱.۶ میلیون خلګ ثبت نام کړی وو. مشخص نه دی چی څومره تنه یی د ټاکنو په ورځ رای ورکړی دی. په دی ولایت کې ۸۰۴ تنه د ۳۳ کرسیو لاسته راوړلو لپاره د یو بل سره رقابت درلود.
 
https://avapress.com/vdcbfsb80rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته