کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: واشنګټن دی د افغانستان څخه یو دوست په توګه ووځی

16 قوس 1397 ساعت 12:10

د پاکستان پوځ وايي، له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو ملاتړ کوي خو په عین حال کې له واشنګټنه غواړي چې د یوه ماتې خوړونکي په توګه نه، بلکه د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي.



د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور وايي، امریکا له اسلام‌ابادهغواړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په مسئله کې ورسره همکاري وکړو.
اصف غفور نن په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل، پاکستان له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي او څه چې اسلام‎اباد کولی شي ترسره به يې کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند په عین حال کې له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړونکي په توګه نه بلکې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد په اسلام‎اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.
له خلیل‌زاد سره په کتنه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د دې هېواد ځواکمن پوځ يې تر شاه دی، له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړی خو د اسوشیټېډ پرېس اژانس په وینا عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له امریکايي رسنیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې هیله ښودلې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو مخکې افغان حکومت او طالبان د سولې موافقه وکړي.
زلمي خلیلزاد نن په کابل کې له افغانستان مشرانو سره خبري کړي دي.
نوموړی له کابله مسکو ته تللی دی او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې متحده عربي اماراتو، بلجیم او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.
ښاغلي خلیلزاد تر اوسه پورې درې ځله په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې کړي.
 


د مطلب کود: 175437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175437/پاکستان-واشنګټن-دی-د-افغانستان-څخه-یو-دوست-په-توګه-ووځی

آوا
  https://www.avapress.com