دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 175438
د اوکراین پر فضا باندی پنټاګون یوه تړون له مخی الوتنه کړي
په داسې حال کې چې په توره بحیره کې د روسیې او اوکراین له تقابل وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي کړکېچن شوي، پنټاګون تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې جنګي جېټ الوتکو یې د اوکراین په هوايي قلمرو کې خارق العاده الوتنې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې متحدایالاتو او متحدانو یې د ازاد اسمان د تړون له مخې دا الوتنې وکړې، څو له اوکراین او نورو شریکانو سره خپل تعهد په ډاګه کړي.
له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ۳۴ هېوادونو- چې د ازاد آسمان تړون یې لاسلیک کړی، د یو بل په فضا کې د بې وسلو الوتکو الوتنې کړي.
دا الوتنې په عادي حالاتو کې له مخکې پلان کېږي خو دا تړون هغو فوق العاده او له مهالوېش پرته الوتنو ته هم اجازه ورکوي چې دواړه لوري موافقه پرې وکړي.
د متحدایالاتو د پرونۍ الوتنې په اړه اوکراین موافقه کړې وه.
د امریکا د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې په توره بحیره کې د اوکراین پر کښتیو بې دلیله حمله د روسیې له خوا د پاروونکو او ګواښونکو مخ په زیاتیدو حرکاتو د خطرناکې لړۍ یوه برخه ده.

ه خبرپاڼه کې راغلي چې متحدایالات له روسیې سره ښه اړیکې غواړي، خو دا کار تر هغه وخته ممکن نه‌دی چې په اوکراین او نورو هېوادو کې د روسیې غیرقانوني او بې ثباته کوونکي فعالیتونه روان وي.
د «CNN» ټلوېزیون د راپور له مخې پنټاګون همدا راز په پام کې لري چې تورې بحیرې ته خپله یوه جنګي بیړۍ واستوي.
روسي چارواکو د دې راپورونو په وړاندې چې تراوسه تأیید شوي نه‌دي غبرګون ښودلی.
د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې یا د فدراسیون د شورا د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر کنستانتین کوساچیف تاس خبري اژانس ته وویل چې په توره بحیره کې د امریکا پوځي حضور به په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړي.

د همدې جرګې د دفاعي او امنیتي کمیټې مشر ویکتور بونداریف هم تاس اژانس ته وویل چې تورې بحیرې ته د امریکا د جنګي کشتیو راتګ به د روسیې لپاره نوې ضربه او د دې هېواد د سپکاوي او تحقیر په مقصد یو نوی اقدام وي.
د اوکراین دولتي ځواکونو د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپریل کې وروسته له دې چې روسیې کریمیا ټاپو وزمه له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو پرضد جګړه پیل کړه خو د کیف او مسکو په اړیکو کې کړکېچ د نوومبر په ۲۵مه وروسته له هغه زیات شو چې روسیې په توره بحیره کې د اوکراین د سمندري ځواکونو پر کشتیو ډزې وکړې.
له دې وروسته روسیې د اوکراین ۳ کشتۍ او ۲۴ ماڼوګان ونیول خو د نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه اسیران دي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0fjyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته