تاس خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي دي چې خلیلزاد او د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسيې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو پر موضوع خبرې وکړې.
د روسيي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو په دې باور دی چې د افغانستان جګړه یوازې سوله ییز حل لري او ډیپلوماتیک حل هم د روسيي او هم د سیمې په ګټه دی.
مسکو ته له سفر مخکې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر سره وکتل او د تېرې چهارشنبې په ورځ يې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره غونډه وکړه.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې په هڅو کې ترکمنستان، قطر، متحده عربي اماراتو او بلجیم ته هم لاړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)