دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 175476
کابل کې د صاحب ګل ۱۰ غیر مسوول وسله وال ونیول شول
په پلازمېنه کابل کې د صاحب ګل ډلې اړوند څه باندې ۱۰ غیر مسوول د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د لیدی په ۱۵مه د کابل په بګرامی ولسوالی کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د صاحب ګل مشهور په ملا طوطي ډلې اړوند ۱۰ تنه وسله وال ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول شویو کې د صاحب ګل ورو داود هم شامل دی.
د کابل د امنیه قومانداني په وینا، په دغه عملیات کې ۸ میله کلاشنکوفونه، ۱۹ عدده شاژورونه، د کلاشنکفو ۵۶۰ مرمي، پوځي یونیفیو، یوه عراده هایلکس ګاډی او یو شمېر نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې داهم راغلي، چې دغه کسان د ځمکو به غصب او نورو غیرقانوني کړنو کې لاس درلود
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdyvw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته