دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 175488
ملا طوطی د پولیس ځواکونو څخه وتښتیدل
کابل امنیه قوماندانی وایی چی امنیتی ځواکونه د یو خاص عملیات په ترڅ کې د صاحب ګل غیری مسئول ۱۰ تنه نیولی دی.

د یو مخکې منظور شوی پلان په اساس او امنیتی بیلابیلو ارګانونو په اشتراک سره یو خاص عملیات کابل ولایت بګرامی ولسوالی په مربوطاطو کې د صاحب ګل مشهور په ملا طوطی، نیولو لپاره ترسره شو چی هغه یو غیری مسئول مسلح ډلې مشر دی.
د کابل امنیه قوماندی مطبوعاتی دفتر په اساس ددی عملیات په ترڅ کې د صاحب ګل ورور چی داود نوم لری د د هغه ډلې ۱۰ تنو سره یوځای نیول شوی دی، خو ملا طوطی تیښتی باندی بریالی شوی دی.
ددی کسانو څخه ۸ میل کلاشینکوف اسلحی، ۱۹ شاژور، ۵۶۰ فیر مرمی د کلاشینکوف، ۶ عدده آلارم، ۹ نظامی دریشی، ۸ صوب پرتله او یو هایلکس موټر نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcivwazvt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته