په ارزګان کې افغان هوایی ځواکونه د طالبانو پر یو مرکز باندی هوایی برید کړی چی هغوی ته یی مرګژوبله اړولی دی.
په ارزګان ولایت کې طالبانو یو مرکز باندی هوایی برید شوی
17 قوس 1397 ساعت 12:52
په ارزګان کې افغان هوایی ځواکونه د طالبانو پر یو مرکز باندی هوایی برید کړی چی هغوی ته یی مرګژوبله اړولی دی.
د روزګان ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د ډلې په يوه مرکز د افغانستان د هوايي پوځ په بريد کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه کله چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان په دی اړه رسنیو ته وويل چې په دې هوايي بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي . ويل کېږي چې په دې بريد کې د وسله والو طالبانو مرکز له ټولو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره يې يوځاى دړې وړې شوې دى .
د مطلب کود: 175490