کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان ولایت کې طالبانو یو جګپوړي ډلمشر ووژل شو

17 قوس 1397 ساعت 12:57

د جوزجان ولایت په فیص اباد ولسوالی کې د وسله والو طالبانو یو جګپوړي ډلمشر د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو پرون د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالی کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو یو جګپوړي ډلمشر ولي محمد وژل شوی او د هغه درې ملګري ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز امنیتي ځواکونو تېره ورځ شاخوا ۴:۳۰ بجې د فاریاب ولایت د دایچي په کلی کې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې تنه وسله وال وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د کومانډو ځواکونو د لسمې کنډک او د ملي امنیت ریاست ۰۹ قطعې ځواکونو د کندز ولایت د خان اباد او کندز ښار په مربوطاتو کې ګډ عملیات ترسره کړي، چې له امله یې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 175491

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175491/جوزجان-ولایت-کې-طالبانو-یو-جګپوړي-ډلمشر-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com