کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له درې کلن ځنډ وروسته، د پاشدان پر بند د کار بیا پيل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 قوس 1397 ساعت 16:31

هرات ولایت کې د پاشدان بند کارونه چې درې کاله وړاندې د نامالوم علت له مخې درېدلي وو، بېرته له سره شروع شوي دي.



دغه بند چې د هرات ښار په ۲۵ کیلومټري واټن کې موقعیت لري، ټاکل شوې چې تر راتلوونکو درېیو کلونو ګټنې ته وسپارل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې دوه بهرني او یوه افغان شرکت د دغه بند د جوړېدو مسوولیت په غاړه لري او دم‎ګړۍ د دغې پروژې د کارونو د پرمختګ لپاره ځينې بهرني متخصصان هرات ولایت ته راغلي دي. 
پر دغه بند د کار له بیا پیلېدو سره سم سلګونه ځايي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت د دغه بند کاري چارې په  نړیوالو سټنډرډونو برابرې بولي.   
د اوبو او برېښنا وزارت استازی عبدالله قاضي‎زاده وايي:«هوډ دا دی چې دا پروژه باید سل په سلو کې په نړیوالو سټنډرډونو ترسره او کار هم په همدې ترتیب سره روان دی.»
پاشدان بند د هرات په کروخ ولسوالۍ کې دی چې یو سلو اوولس مېلیونه ډالر لګښت پرې راځي.
دغه بند به ۴۵ مېلیون متر مکعب اوبه زېرمه، دوه مېګاواټه برېښنا به تولید او ۱۳ زره هکټاره ځمکې ته به هم د کرکیلې اوبه ورسوي.
د اذربایجاني شرکت استازی الکسانډر فرانچوک په دې اړه څرګنده کړه:« په دغه بند مو د کار د سرعت لپاره دوه وخته کار روان کړی، لس ساعته د ورځې له مخې او پنځه ساعته پرې د شپې له مخې کار کوو.»
امنیتي ځواکونو هم د شاوخوا سیمې د امنیت خوندي کولو لپاره ځای ځای خپلې پوستې جوړې کړې دي او ګواښونو سره د مقابلې ډاډ ورکوي.
د هرات د پاشدان بند د ساتونکې قطعې قومندان سمونیار محمد عارف وویل:«موږ تر وروستي حده خپله هڅه کوو، تراوسه په سیمه کې هڅ ډول امنیتي ستونزه نه لرو.»
د هرات پاشدان بند کار په ۱۳۹۰ کال کې پيل شو او ټاکل شوې وه چې درېیو کلونو کې یې هر څه بشپړ شي خو بیا د ځینو بېلابېلو علتونو له مخې پر دغه بند کار ودرېد او په اووه کلونو کې یې ایله ۳۰ سلنه کارونه مخته ولاړل.
اوس چې پر دغه بند کارونه بیا پیل شوي ویل کېږي چې تړوني شرکت به یې په درېیو راتلوونکو کلونو کې خلاص کړي.
خو دا به وخت فیصله وکړي چې حکومت دا وار تر کومه حده په دې توانېږي چې د پاشدان بند کارونه تمام کړي
 


د مطلب کود: 175507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175507/له-درې-کلن-ځنډ-وروسته-د-پاشدان-پر-بند-کار-بیا-پيل

آوا
  https://www.avapress.com