دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 175513
هلمند کې د طالبانو یوه زندانه څه باندې ۱۱ کسان ژغورل شوي
افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کې څه باندې ۱۱ کسان د طالبانو له یوه زندانه ژغورلي دي.

په جنوب کې د ملي پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د پوځ ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د سنګین ولسوالی په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ کسان د طالبانو له یوه زندانه ژغورل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په همدې حال کې د پوځ یوه سرچینه وایي، په دې عملیات کې د دولت ضد درې تنه وسله وال وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د هلمند ولای په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdchzmnzx23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته