د افغانستان په شمال کې د افغانستان پوځي مسوولین ادعا کوي، چې په کندز ولایت کې څلور وسله وال مخالفین د خپل ماین په چادونه کې وژل شوي دي.
په کندز ولایت کې څلور وسله وال طالبان خپل ماین ښکار شول
17 قوس 1397 ساعت 17:47
د افغانستان په شمال کې د افغانستان پوځي مسوولین ادعا کوي، چې په کندز ولایت کې څلور وسله وال مخالفین د خپل ماین په چادونه کې وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره شپه ناوخته د کندز-قلعه ذال پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې څلور وال طالبان چې غوښتل یې د سړک غاړې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودلې او په ترڅ کې یې د یو ماین جوړونکی په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د مطلب کود: 175514