کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې یو قومی مخور شهید شوی

17 قوس 1397 ساعت 17:52

د زابل ولايت يو قومي مخور ملا وزير نن له غرمې مخکې د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په بازار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو .



  د شاه جوى ولسوال وزير محمدجوادي رسنیو ته وويل  چې دغه سړى د شاه جوى ولسوالۍ يو مخور و او د موټرو پلورنځى يې درلود  چې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړاى شو .
  ده وويل: يرغلګر د پېښې له سيمې څخه تښتيدلي او پوليس د هغوى  د نيولو په لټه کې دي .


د مطلب کود: 175515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175515/په-زابل-ولایت-کې-یو-قومی-مخور-شهید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com