کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د تاپی پروژی سروی او تخنیکی چاری مخ په ختمیدو دی

18 قوس 1397 ساعت 10:48

د پترولیم او کانونو وزارت ویاند وایی چی د افغانستان په خاوره کې د تاپی پروژی سروی او تخنیکی چاری مخ په ختمیدو دی.



د معادن او پترولیم په وزارت کې چارواکې د تاپی پروژی بی ساری پرمختګ څخه د افغانستان په خاوره کې خبر ورکوی.
عبدالقدیر مطفی د معادن وزارت ویاند ویلی دی، ددی پروژی تخنیکی بیلابیلو چارو لکه، محیط زیست، پایپ لاین لاری سروی په برخه کې د ۹۰ سلنې څخه ډیر کار ترسره شوی خو هغه ددی پروژی عملی کیدو دقیق وخت په اړه څه ونه ویل.
دا په داسی حال کې دی چی ضیاالحق پوپل د معادن او پطرولیم رئیس د هرات په ولایت کې روان کال سنبله میاشت کې یعنی دوه نیم میاشت مخکې آزادی رادیو ته ویلی وو چی ددی پروژی عملی کار راتلونکې کال میزان میاشت کې شروع کیږی.
تاپی پروژه د روان میلادی کال فبروری میاشت ۲۳ نیټه کې د افغانستان، ترکمنستان ولسمشرانو او پاکستان صدراعظم او هند ولسمشر معاون په ګډون په هرات کې افتتاح شو.
تاپی پروژه د ګازو انتقال پروژه د ترکمنستان څخه افغانستان له لوری پاکستان او وروسته هند ته دی.
 


د مطلب کود: 175563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175563/په-افغانستان-کې-د-تاپی-پروژی-سروی-او-تخنیکی-چاری-مخ-ختمیدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com