دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 175571
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره د سولې په اړه د خبرو لپاره شاخوا درې میاشتې وړاندې هم کابل ته سفر کړی و.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي راتلونکی اونی کابل ته راځي.
ښاغلي قریشي د پاکستان په ملتان ښار کې یوې غونډې ته وویل، چې اسلام اباد د افغانانو په مشری او مالکیت د سولې د خبرو پیل په موخه د افغانان حکومت د ارادې ملاړ ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره د سولې په اړه د خبرو لپاره شاخوا درې میاشتې وړاندې هم کابل ته سفر کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد تېره اونی پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ د دې هېواد له لومړی وزیر عمران خان سره وکتل.
د پاکستان د لومړی وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په حواله راغلي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړی وزیر عمران خان ته یو لیک استولی او په افغانستان کې د موجودو ستونزو په هوارولو کې یې د اسلام اباد د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsb88rhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته