دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 175584
افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ زیاتوالي له امله اداري فساد کم شوی ـ سروې
په افغانستان کې د فساد په اړه یوه نوې سروې په دغه هېواد کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د فساد په کچه کې د پام وړ کموالي ښه، خو وايي چې دا کموړالی د دغه هېواد د خلکو د ډېرې بېوزلۍ له امله چې رشوت نشي ورکولی رامنځته شوی دی.

د شفافیت څار بنسټ پخپلې یوې نوې سروې کې وايي، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د داري فساد کچه ۱،۷میلیارډ ډالره وه چې په ۲۰۱۶ کال کې دغه اندازه ۲،۹ میلیارډه ډالرو ته رسېده.
د دغه سروې له‌مخې محکمې، لویه څارنوالي او د پوهنې وزارت په فساد کې تر ټولو لوی ښکېل بنسټونه بلل شوي.
په دغه سروې کې ۱۱سلنه پوښتل شوو کسانو محکمې،۱۰سلنو پوهنې وزارت او ۹ سلنو نورو پوښتل شوو کسانو لویه څارنوالي فساد کې تر ټولو ډېر ښکېل بنسټونه یاد کړي دي.
په دغه سروې کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۴ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان د رشوت ورکولو ته مجبور شوي، خو په ۲۰۱۶ کال کې دغه اندازه ۳میلیونه او ۴۰۰زره تنو ته رسېده چې په دولتي ادارو کې رشوت ورکولو ته مجبور شوي وو.
د شفافیت څار بنسټ وايي، که څه هم د رشوت ورکولو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، خو د رشوت ورکولو په اوسطې کچې کې کموالی راغلی دی.
په افغانستان کې د شفافیت څار بنسټ غړو د یکشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۸مه» د فساد په اړه د خپلې سروې د پایلو اعلانولو پرمهال وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د فساد د کچې اوسطه اندازه ۱۴زره ۱۱۵ افغانۍ وه چې سږ کال دغه اندازه ۸ زره ۹۵۵ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.
د دغې سروې لمخې په تېرو لسو کلنو کې په افغانستان کې فساد په ډېره لوړه کچه شتون درلود.
دا سروې وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې د فساد اندازه یو میلیارډ او ۷۹ میلیون ډالرو ته رسېده په ۲۰۱۲ کال دا اندازه ۱،۲میلیارډ ډالرو ته رسېده، په ۲۰۱۴ کې دا اندازه ۱،۹ میلیارډ ډالرو ته رسېده، په ۲۰۱۶ کال کې ۲،۹میلیارډ ډالرو ته لوړه شوې وه، خو په روان کال کې په دغه سروې کې د فساد کچه ۱،۷ میلیارډ ډالر ښودل شوې ده.
دغه بنسټ وايي، افغان حکومت اوس له فساد سره د مبارزې په برخه کې بېرته په هغه ځای کې ولاړ دی چې کله د ۲۰۱۴ کال په پای کې واک تر لاسه کړ.
د شفافیت څار بنسټ وايي، دغه سروې په ۲۰۱۸ کال کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۸زره کسانو سره د مرکو په اساس تر سره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبې د لېندۍ ۱۸مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نن په ارګ په دې اړه یوې غونډې ته وویل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي اراده لري او په د مخنیوي لپاره یې ډېر څه کړي دي.
له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت په وړاندې یوه له جدي موضوعاتو څخه ده چې خلکو یې حکومت په وړاندې په مبارزه کې په پاتې راتلو تورنوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfctdyjw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته