دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 175590
په افغانستان کې میلیاردونه دالر حیف او میل شوي- اشرف غني
ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له حضور سره میلیاردونه دالر حیف او میل شوي دي.
په ارګ کې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې غونډې په اړه جوړو شویو مراسمو کې پر حکومتي چارواکو سربېره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.
ولسمشر غني ویلي؛ د دوه زره لومړي کال د سپتمبر له یوولسمې را وروسته په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې میلیاردونه دالره مرسته تالا ترغۍ شوې او د ځينو کسانو جیبونو ته لویدلي، چې نه مو اوبه مهار شوې او نه مو سړکونه جوړ شول؛ ځکه، چې سمې ونه لګول شوې. نړۍ له مونږ څخه د دغو پیسو حساب غواړي، چې غصب چا کړی او فساد چا وکړ.  
د ولسمشر دوه یم مرستیال ويلي، چې د ټولنې هر وګړی باید په دغه مبارزه کې برخه واخلي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي: په حکومتي بنسټونو کې د ظرفیت او وړتیاوو نیمګړی شتوالی یوه ننګونه ده، چې باید د دلالانو او مافیا د ودې مخه ونیول شي او له اداري فساد سره مبارزه باید په یوه فرهنګ بدله شي. خلک باید د ننګونو په منخیوي کې همکاري وکړي. دغه راز د قانون په پلي کولو کې له ستونزو او کمزوریو سره مخ یو، چې په دې اړه د نړیوالو بنسټونو همکاریو ته هم اړ یو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچې یاماماتو وايي، چې له افغانستان سره د اداري فساد په مبارزه کې همکارۍ ته چمتو يو.
نوموړی زیاتوي؛ مونږ دلته؛ ځکه راټول شوي یو، چې له اداري فساد سره د مبارزې لارې چارې ولټوو. له فساد سره مبارزه جدي هڅو، ژمنو او حوصلې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي: مفسدین پوهیږي، چې کرار کرار له فساد سره د مبارزې ګامونه اوچت شوي او دا یو مهم پرمختګ دی. زما په نظر له فساد سره مبارزه ډېرو نورو کارونو ته اړتیا لري، چې باید تر سره شي.
په افغانستان کې د برتیانیا سفیر نیکولاس کي وایي: بریتانیا له فساد سره د دوامدارې مبارزې په برخه کې د افغانستان ټینګ ملاتړی دی. په دې وروستیو کلونو کې د عدلي او قضايي ارګانونو د پیاوړتيا لپاره ډېرې مرستې شوي، چې دغه بنسټونه وکولی شي له فساد سره جدي مبارزه وکړي.
له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي، چې اداري فساد په لوړه کچه روان دی او زیاتره وګړي له لوږې سره مخ دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqsx2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته