خوښ ديک ۰

په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې

په غزني ولایت کې د وسلو یوه زېرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې

په غزني کې ملي پولیسو او ملي امنیت تېره ورځ له غرمي مخکې ښار ته څېرمه د علي لالا په سیمه کې له یوه کوره د وسلو یوه زېرمه پیدا کړې ده چې ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات په کې دي.
د غزني د د والي د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د وسلو دغه زېرمه د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د محمد عثمان په نامه د یوه کس په کور کې کشف شوې ده.
په نیول شویو وسلو کې نهه میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تمانچي، یو میل بم اچونکی او یوه اندازه مرمۍ شامل دي.
د یادو وسلو په تړاو یو مشکوک کس هم نیول شوی دی.
 
سرچينه : په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې
یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود: 175595 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *