کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې

په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې , 18 قوس 1397 ساعت 17:49

په غزني ولایت کې د وسلو یوه زېرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.



په غزني کې ملي پولیسو او ملي امنیت تېره ورځ له غرمي مخکې ښار ته څېرمه د علي لالا په سیمه کې له یوه کوره د وسلو یوه زېرمه پیدا کړې ده چې ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات په کې دي.
د غزني د د والي د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د وسلو دغه زېرمه د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د محمد عثمان په نامه د یوه کس په کور کې کشف شوې ده.
په نیول شویو وسلو کې نهه میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تمانچي، یو میل بم اچونکی او یوه اندازه مرمۍ شامل دي.
د یادو وسلو په تړاو یو مشکوک کس هم نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 175595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175595/په-غزني-کې-د-وسلو-یوه-زېرمه-امنیتي-ځواکونو-لاس-ته-ورغلې

آوا
  https://www.avapress.com