دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 175598
په پکتیکا کې د سلګونو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي
د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا په پکتيکا ولايت کې د ۱۵۳ ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

پکتیکاوال وایې چې دغه پروژه به زده کوونکو او ښوونکو ته مناسب درسي چاپېريال برابر کړي.
د ښوونځیو د جوړولو کار به په دوو کلونو کې پاي ته رسېږي. د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت پلان لري چې په افغانستان کې د ۶۰۰۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.
د پکتيکا د والي مرستيال شېربادشاه ارګوني د ودانیو د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال خبريالانو ته وويل چې دغو ښوونځيو ته ۸ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي. د ارګوني په وینا نوې ودانۍ به ګڼو زده کوونکو ته سرپناه برابره کړي.
ارګونی وایې: ”دا ښوونځي د پکتيکا په ۱۷ ولسواليو کې جوړېږي"
په پکتيکا کې ۳۸۰ دولتي ښوونځي فعاليت لري. له دې جملې څخه په مرکز او ولسواليو کې د څه باندې ۳۰۰ ښوونځيو زده کوونکي تر شنه آسمان لاندې سره لمر ته زده کړه کوي. په دغو ټولو ښوونځيو کې ۱۵۰۰۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي چې ۳۰۰۰۰ يې نجونې دي.
د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۵۰٪ ښوونځي ودانۍ نه لري. افغان دولت ويلي چې ۶۰۰۰ ښوونځيو ته د ودانۍ جوړولو لپاره د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت ۲۰۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomn6a49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته