دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 175601
د خوش تیپې کانال، کنړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونود جوړولو تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د افغانستان د اسلامي د جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید کانال، له ننګرهار څخه کنړ او له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
په دې مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړو شویو مراسمو کې  چې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر مقاماتو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو هم حضور درلود، یاد تفاهم لیکونه د جمهور رئیس ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د امریکا سفیر، د امریکا د پرمختیایي ادارې مرستیال،  د اسیا پراختیایي بانک رئیس او د افغانستان برېښنا شرکت رئیس لاسلیک کړل.
د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژه ۲۷۰ کیلو متره اوږده ده چې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. کرنې او انرژۍ وزارتونه او د چاپیریال ساتنې اداره د دغې پروژې ونډه وال دي. د دغه کانال مطالعه په کندز، جوزجان او بلخ کې د امریکا متحدو ایالاتونو پرمختیایي ادارې د دوه میلیون ډالرو په مالي مرسته په ۱۲ میاشتو کې بشپړېږي.
همدارنګه له ننګرهار څخه کنړ ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشن جوړولو پروژه چې په دوه کالو کې به بشپړه او۲۶ زره کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي. دغه پروژه د اسیا پراختیایي بانک د ۶۰ میلیون ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د مزو د غځولو او په پکتیکا کې د سب سټېشن جوړولو پروژه د اسیا پراختیایي بانک په ۶۰ میلیون ډالر مالي مرسته په دوه کالو کې جوړېږي چې په مرکز ښرنه او ارګون کې به له ۳۰ زره زیاتې کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxtdyyw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته