د ليکنې په پيل کې ويل شوي د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت هڅه کوي، تر اپرېل مياشتې پورې په افغانستان کې د دولت له وسلهوالو مخالفانو سره د سولې خبرې پيل شي.
د ورځپاڼې په باور، اوسني او پخواني چارواکي وايي لنډمهاله هدف دا دى چې اول پر يوه اوربند موافقه وشي چې لږ تر لږه د طالب وسلهوالو د حملو د زياتېدونکي خطر اندازه څه کمه شي، په دغو حملو کې هره مياشت لسګونو ملکي افغانانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د سټارس اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په ليکنه، بيا هم د يوې سياسي روغې جوړې ليدلوري تت ښکاري او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ که له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي، په سياسي لحاظ به له انتقادونو سره مخامخ شي، ځکه افغانستان ښايي په ناکام هېواد بدل او تروريستان په کې د پناه ځاى پيدا کړي.
په ليکنه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅو ته اشاره شوې چې په سېپټمبر مياشت کې پر دې دنده له ټاکل کېدو راهيسې د سولې د مذاکرو د چټکولو هڅه کوي.
ښاغلي خليلزاد خبردارى ورکړى، د افغانستان د حکومت هغه چارواکي چې د امريکا د سولې له ابتکار سره دلچسپي نهلري، بايد پوه شي چې د امريکا پوځي ملاتړ به تل له دوى سره نه وي.
د ورځپاڼې د ليکنې په يوه برخه کې د سولې له دغو هڅو سره- سره د ناامنيو ځينو پېښو ته اشاره شوې ده.
ورځپاڼې د امريکايي چارواکو هغه څرګندونې يې رااخيستي چې تېره اوونۍ يې ويلي، په افغانستان کې د دولت مخالفو وسلهوالو شمېر ٦٠زرو ته رسېږي.
د سټارس اېنډ سټرايپس په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني په وروستيو کې ويلي چې له ٢٠١٥میلادي کال راهيسې څه باندې ٢٨٠٠٠ سرتېري او پوليس په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
نړيوال بانک په خپل وېبسايټ کې په افغانستان کې د لسيزو جګړو او ناامنيو له ستونزې سره-سره د ځينو پرمختګونو په اړه تبصره خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې د باميان د والي محمد ظاهر زُهير خبرې رااخېستل شوي چې ويلي يې دي، غواړي نړۍ ته د افغانستان يو متفاوت تصوير وړاندې کړي.
د باميان والي ويلي، د وياړ ځاى دى چې د باميان اوسېدونکي په تېرو ١٧ کلونو کې د حکومت پرضد په بلوا، جګړه او مخالفت کې لاس نهلري.
ښاغلي زُهير ويلي، دى چې له تېرو درېيو کلونو د والي په توګه دنده ترسره کوي، حکومت په باميان کې د بيارغونې ګڼې پروژې "د افغانستان د بيارغونې د صندوق" له لارې تمويل کړي.
د ليکنې په حواله، په دغه مرستندوى صندوق کې ٣٤ هېوادونه برخه لري چې مديريت يې د نړيوال بانک پر غاړه دى.
د نړيوال بانک د ليکنې په حواله، څرنګه چې په باميان کې په سلو کې ٨٠ وګړي خپل ژوند د کرنې له لارې تأمينوي، نو په کرنې پورې اړوندو پروژو د نورو پراختيايي او اقتصادي هڅو بريا ته زمينه برابره کړې ده.
نړيوال بانک پهدې ليکنه کې هغه راپور ته اشاره کړې چې ښيي په باميان کې د ٢٠٠٧ او ٢٠١٣میلادي کلونو ترمنځ په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت اندازه ١٣ فيصده زياته شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)