افغان ولسمشر وايي، د سولې د مذاکراتو د شیوې په اړه وړاندې شوی لارښود له خلکو سره د اته میاشتنیو مشورو په پایله کې رامنځته شوی دی.
د سولې مرکچي پلاوي په ارګ کې خپله لومړنۍ غونډه وکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 قوس 1397 ساعت 11:16
افغان ولسمشر وايي، د سولې د مذاکراتو د شیوې په اړه وړاندې شوی لارښود له خلکو سره د اته میاشتنیو مشورو په پایله کې رامنځته شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېره شپه «د لېندۍ پر۱۸مه» په ارګ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په هدف له ټاکل شوي پلاوي سره پهخپلې لومړنۍ غونډه کې کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ پر رسمي ویب سایټ خپور شوی بیان وايي چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم ویلي چې د سولې په اړه ټاکل شوی مرکچي پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ له ځان سره لي.
ارګ وايي په دغه غونډه کې د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي هم ګډون کړی و.
افغان ولسمشر تېره ورځ عمر داودزی د سولې په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
د مطلب کود: 175629