دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 175640
د پولیو واکسین فرعی کمپاین د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې
په دې کمپاین کې د هیواد ۱۰ ولایتونو چې په جنوبي حوزه کې کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونه، په جنوب ختیځه حوزه کې خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه، په ختیځه حوزه کې ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونه او په شمال کې جوزجان ولایت شاملیږي چې په لړ کې شاوخوا ۳میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیايي شرکاوو سره په همکارۍ کې د روان کال د پولیو واکسین وروستۍ فرعی کمپاین په لاره اچوي. دغه کمپاین نن دوشنبه د روان کال د لیندۍ په ۱۹ نیټه په لاره اچول کیږي او ددې اونۍ ترجمعې ورځې پورې دوام مومي. په دې کمپاین کې د هیواد ۱۰ ولایتونو چې په جنوبي حوزه کې کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونه، په جنوب ختیځه حوزه کې خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه، په ختیځه حوزه کې ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونه او په شمال کې جوزجان ولایت شاملیږي چې په لړ کې شاوخوا ۳میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.
دغه کمپاین په داسې حال کې په لاره اچول کیږی چې د پولیو یوه بله مثبته نوې پيښه د افغانستان د سویلي حوزې څخه را پور شوه. دغې پيښې له بده مرغه یو درې کلن هلک ماشوم یې د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د تل لپاره فلج کړ او معلول کړ. په دې پيښې سره په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو ټول ټال شمیر ۲۱ پيښو ته ورسید چې ۱۵ پيښې په سویلي حوزه کې او ۶ پيښې په ختیځه حوزه کې رامنځته شوي دي. په سویلي حوزه کې ۹ پيښې په کندهار کې، ۴ پيښې په هلمند کې او ۲ پيښې په ارزګان کې او په ختیځه حوزه کې ۳ پيښې په کنړ کې، ۲ پيښې په ننګرهار کې او ۱ پيښه په نورستان کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، په روان زیږدیز کال کې  د پولیو د پيښو شمیر د زیاتیدو له امله انديښنه وښوده او ویې ویل: " د پنځو کالو کم عمره ماشومانو د کمپاینونو د پلي کیدو په مهال د واکسیناتورانو نه لاسرسی د امنیتي ستونزو له امله د پولیو د پيښو د زیاتیدو لامل شوی دی او د جګړې د ښکيلو خواوو څخه غواړم چې د کمپاینونو د پلي کیدو په مهال د واکسیناتورانو سره مرسته وکړي چې هیڅ ماشوم ددې واکسین څخه بې برخې پاتې نشي. "
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو لکه د هندوستان د دیوبند دارالعلوم، د مصر الاظهر نړیوال اسلامي پوهنتون، د دوکتور یوسف قرضاوي په مشرۍ د اسلامي عالمانو نړیوال اتحاد،  د سعودي عربستان د حرمین شرفین امامانو، د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان، د اسلامي فقهې نړیوالې ټولنې او د یو شمیر نورو معتبرو اسلامي مدارسو ، مراکزو  او غښتلو دیني عالمانو له خوا ددغه واکسین څخه د ملاتړ په خاطر فتواګانی صادرې شوي او ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی.  
افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي چې لاهم د پولیو اندیمیک په توګه پيژندل کیږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5wazut1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته