دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 175652
غزني کې د ایما طبي بنسټ لخوا د (۹۶۰) ناروغانو وړیا درملنه وشوه
غزني کې د ایما طبي بنسټ لخوا د تیري پنجشنبي او جمعي په ورځو د(۹۶۰) تنه عقلي، عصبي، رواني، اورتوپیدي، غوږ او ستوني د ناروغانو درملنه په کاملا وړیا توګه وشوه.



په دي ناروغانو کې (۲۵۰) تنه عقلي، عصبي او رواني، (۳۶۵) تنه اورتوپیدي او (۳۳۰) تنه د غوږ او ستوني ناروغان په کاملا وړیا توګه تشخیص، تداوي او عملیات کړي دي.
یادو ناروغانو ته درمل هم کاملا وړیا ورکړل شوي.
دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکي د سترګو متخصصینو هم غزني کې د یوه کمپ په ایجاد سره د سترګو د شاوخوا(۲۰۰۰) ناروغانو درملنه کړي وه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbssb85rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته