د دغه کنفرانس موخه د سویل ختیځ زون د ولایاتو ترمنځ په بیلابیلو برخو په تیره بیا امنیتي برخه کې د همغږۍ او همکاریو د ټینګښت ترڅنګ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د لازمو امنیتي تدابیرو نیول، د سولي پروسي ملاتړ او ټینګښت ته هڅه او د سیمع ایزي اردو د ایجاد او جلب او جذب څرنګوالی وو.
د غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزي جوړ شوي کنفرانس ته پخپله وینا کې د دي ولایت د اوسني امنیتي وضعیت د کنټرول او سمون، د امنیتي ځواکونو د شته اړتیاوو، د اوږدمهاله امنیت ټینګښت د څرنګوالي او د سویل ختیځ زون ولایاتو ترمنځ د امنیت د ټینګښت لپاره د همکاریو او همغږۍ د ټینګښت په تړاو خپل نظر او هر اړخیزه طرح وړاندي کړه.
هغه ټینګار وکړ چې د سویل ختیځ زون او ګڼو نورو ولایاتو امنیت د غزني ولایت په امنیت پوري تړلی دی او همدا لامل دی چې دلته د مخالفینو تمرکز او فشار هم د نورو ولایاتو په پرتله زیات دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)