د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي د پیښې پخلی کوي او وایي، چې پېښه د یکشنبې په مازیګر ناوخته را منځته شوې ده.
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پېښې د څرنګوالي او همدارنګه د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده د پېښې په پلټنې روانې دي.
بلخوا په جنوب کې د ملي پوځ ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکو ویلي، چې پېښه د ملي پوځ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.
چارواکي زیاتوي، پېښه تېرځ ناوخته د کندهار په هوایي ډګر کې رامنځته شوې او پر مهال یې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.