دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 175667
ننګرهار ولایت بټی کوټ ولسوالۍ لپاره داعش ډلې مسؤل وژل شوی
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسؤل او په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمیر پېښو طرحه کوونکی داود لالا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

 

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د صفر دوه قطعې تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړل، چې پر ترڅ یې د بټي کوټ ولسوالی لپاره د داعشیانو مسئول داود لالا له ووژل شو.

د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې د مالوماتو له مخې، دواد لالا اصلا د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکی دی،چې د عملیاتو پر مهال ورسره یو میل تفنګچه او درې شاژرونه هم تر لاسه شوي دي .

د یو بل خبر له مخې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو تن وسله وال مخالف خوشحال له وسله وال فعالیت څخه لاس واخیست او د یو میل کلاشینکوف په سپارلو یې د سولې لاره غوره کړه .

د ننګرهار ولایت مقام په وینا، همدا راز په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم نن سهار د قهرسیلاب څلور نمبر۱۹ په نوم چاڼیز او جګړه ییز عملیات پیل شول .

https://avapress.com/vdch-mnzq23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته