دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 175668
کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشنونو د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید کانال، له ننګرهار څخه کنړ او له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لیکونه پرون د جمهور رئیس ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د امریکا سفیر، د امریکا د پرمختیایي ادارې مرستیال، د اسیا پراختیایي بانک رئیس او د افغانستان برېښنا شرکت رئیس لاسلیک شول.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژه ۲۷۰ کیلو متره اوږده ده چې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. کرنې او انرژۍ وزارتونه او د چاپیریال ساتنې اداره د دغې پروژې ونډه وال دي. د دغه کانال مطالعه په کندز، جوزجان او بلخ کې د امریکا متحدو ایالاتونو پرمختیایي ادارې د دوه میلیون ډالرو په مالي مرسته په ۱۲ میاشتو کې بشپړېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدارنګه له ننګرهار څخه کنړ ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشن جوړولو پروژه چې په دوه کالو کې به بشپړه او۲۶ زره کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي. دغه پروژه د اسیا پراختیایي بانک د ۶۰ میلیون ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
د ارګ ماڼی په وینا، له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د مزو د غځولو او په پکتیکا کې د سب سټېشن جوړولو پروژه د اسیا پراختیایي بانک په ۶۰ میلیون ډالر مالي مرسته په دوه کالو کې جوړېږي چې په مرکز ښرنه او ارګون کې به له ۳۰ زره زیاتې کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي.
 
https://avapress.com/vdciqwazvt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته