دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 175682
ذکي: په را روان حمل کې ۲۵۰۰ افغان کاریګر عربي اماراتو ته د کار لپاره استوو
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په راتلونکې حمل میاشت کې متحده عربي اماراتو ته د یو شمېر افغان کارګرانو د استولو خبر ورکوي.


د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر وايي، له متحده عربي اماراتو سره د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د راتلونکې لمریز کال د حمل په میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کاریګر دغه هېواد ته د کار په هدف واستول شي.
فیض الله ذکي چې د دوشنبې په ورځ يې د کاري مهاجریت د ملي ستراتیژۍ د پرانيستغونډې په څنډه کې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وویل چې له سعودي عربستان سره هم خبرې روانې دي چې په هغه هېواد کې افغان کارګرو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

ده وویل:
"لومړۍ جوپه به ډېره غټه نه وي، یعنې تر ۲۵۰۰ افغان کاریګر به وي چې د حمل په میاشت کې به استول کېږي، دا پس له دېرشو کلونو یوه ډله افغان کاریګر دي چې بهر ته استول کېږي، نو موږ به ډېره هڅه وکړو چې دا پروسه په ډېر منظم شکل پرمخ ولاړه شي، ځکه موږ غواړو چې وروسته لاره هواره شي او د دې هوکړه لیک په وړاندې چې کوم احتمالي خنډونه موجود دي، باید مخه يې ونیول شي."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.
نا امني، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو او د کاري اسانتیاو نه شتون په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د پراختیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.
د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹میلیونه کسان بې‎کاره دي.
خو د دغه وزارت وزیر فیض الله ذکي وايي، هڅه کوي چې د بېکارۍ کچه راټيټه کړي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8zwjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته