په هرات کې سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره شپه د هرات غوریان ولسوالی کې عامه ساتنو پولیسو پوستې باندی طالبانو برید په ترڅ کې نږدی ۱۰ تنه امنیتی سرتیری وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د هرات-خواف وسپنو لاره امنیت تامین ۸ سرتیری طالبانو له لوری ووژل شو
20 قوس 1397 ساعت 11:06
په هرات کې سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره شپه د هرات غوریان ولسوالی کې عامه ساتنو پولیسو پوستې باندی طالبانو برید په ترڅ کې نږدی ۱۰ تنه امنیتی سرتیری وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، فرهاد خادمی د هرات ولایت غوریان ولسوال ددی پیښی په تایید سره آوا خبرګزاری ته وویل: تیره شپه مسلح طالبان د عامه ساتنو پولیسو پوستی باندی د غوریان ولسوالی په ساغر کلۍ کې برید کړی چی د هرات-خواف وسپنی لاری امنیت تامین مسؤولیت په غاړه لری.
هغه وویل: ددی برید په ترڅ کې ۸ تنه سرتیری شهید او ۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
د غوریان ولسوالی په هرات ولایت کې نسبتآ ناامنو سیمو څخه دی.
د مطلب کود: 175713