دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 175730
نیکي هیلې: پاکستان ته باید نور یو ډالر هم ورنه کړل شي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلې وايي تر هغه وخت پورې چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو امن پټنځایونه لمنځه یونسي امریکا باید دغه هیواد ته یو ډالر هم ورنه کړي.
میرمن هیلې د ټرمپ حکومت ته وړاندیز کړی چې سپیڼه ماڼۍ باید پاکستان لپاره یوه تګلاره جوړه او له دغه هیواد سره د مالي مرستو پر بنسټ په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي.
نیکې هیلې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا دفاع وزارت پاکستان باندې د دیرش میلیونو ډالرو مرسته ودروله او له هغه وړاندې هم د امریکا کانګرس پر دغه هیواد یو شمیر مرستې بندې کړې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwazut1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته