دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 175737
په تیرو ۴ کلونو کې ۳۴۱ تنه د سترې محکمې له لوري د فساد او رشوت په تور نیول شوي دي
په تیرو څلورو کلونو کې د پخوانیو سلګونو پاته دوسیو او محاکمو ته د زرګونو راغلیو دوسیو ته رسیده ګي، په هیواد کې عدالت ته د چټک لاسرسي، په محاکمو کې د شفافیت او له فساد سره د کلکې مبارزې ښکارندويي کوي او د قضا رهبري ژمنه ده چې د لا ښو پایلو په موخه به، دغه مبارزه لا چټکوي.
د افغانستان د قضا رهبري، د هیواد په محاکمو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې په تیرو ۴کلونو کې قاطع او چټک ګامونه اخیستي او په دې ترڅ کې یې تر اوسه، ۳۴۱ تنه نیول شوي دي، چې ۱۱ تنه یې قاضیان، ۵۰ تنه اداري کارکوونکي او محررین، ۱۹ تنه مدافع وکیلان، ۴ تنه څارنوالان او پاتې نور پکې په مختلفو نومونو د قضا له نوم څخه استفاده کوونکي کمیشنکاران او فریبکاران شامل دي، چې دوسیې یې تر جدي عدلي او محاکماتي تعقیب لاندې دي. په یادو نیول شویو کسانو کې یوازې ۱۶ سلنه یې د قضا منسوبین جوړوي.

د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې، په تیرو څلورو کلونو کې، د قضا د مسلکي توب په موخه له هغو تقریبا لسو تنو قاضیانو څخه قضايي انسلاکونه سلب شوي او له قضا څخه طرد شوي دي چې د قانون خلاف، د قضا په مسلک ګومارل شوي وو.

ایمان زیاته کړه، له فساد سره د اعظمي مبارزې په برخه کې، او خلکو ته د ښه عدالت د لاسرسي او اصلاحاتو لپاره، تر اوسه د هیواد د ټولو قاضیانو تقریبا ۷۰ سلنه یعنې ۱۹۶۳ تنه- د ځانګړو معیارونو او دلایلو له کبله، تغییر او تبدیل او نوي مقرر شوي دي. دغه چارې د قضايي خدماتو په ښه ارایه او په محاکمو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې فوق العاده ښې پایلې او اغیزې لرلې دي.

سربیره پر دې،  د اړونده عدلي- قضایی او امنیتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او قضایاوو ته د چټکې او له قانوني موعد سره سم، د رسیده ګۍ په موخه د (قضایاوو د مدیریت سیستم (CMS) یو کال وړاندې ایجاد او فعاله شوی، او اوس‌مهال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ورڅخه د قضایاوو د انلاین هماهنګۍ په برخه کې کار اخیستل کیږي او د اړونده دولتي اداراتو ترمنځ د منظمې همغږۍ په برخه کې خورا اغیزمن تمام شوی دی.

په تیرو څلورو کلونو کې د پخوانیو سلګونو پاته دوسیو او محاکمو ته د زرګونو راغلیو دوسیو ته رسیده ګي، په هیواد کې عدالت ته د چټک لاسرسي، په محاکمو کې د شفافیت او له فساد سره د کلکې مبارزې ښکارندويي کوي او د قضا رهبري ژمنه ده چې د لا ښو پایلو په موخه به، دغه مبارزه لا چټکوي.
د روڼتیا څار ادارې د وروستۍ سروې په هکله ایمان وویل چې، ستره محکمه، د روڼتیا څار ادارې د فساد په اړه هغه سروې چې له ګڼو پوښتنو او ابهاماتو سره مل ده او په هغه کې یې د افغانستان په قضا بې مورده تور پورې کړې دي، په کلکه ردوي او په هیواد کې د محاکمو د روان وضعیت او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پورته یادو شویو لاسته راوړنو او اجرااتو سره یې په مطابقت کې نه بولي. په یاده سروې کې پر پاسنیو لاسته راوړنو سترګې پټې شوي او ددغې ادارې مسوولین اصلا له دې لاسته راوړنو خبر نه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmtdyew6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته