دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 175755
طالبانو مالیې وزارت مرستیال ونیول شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د طالبانو د مالیې وزارت پخواني مرستیال عبدالجلیل حقاني د کورنیو چارو وزارت د انترپول منسوبینو له لوري نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو په حکومت کې د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې  شامل و، پرون د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عبدالجلیل حقاني نوم د د انترپول سارمان په نوملړ کې شامل و. 

د کورنیو چارو وزارت په وینا، نوموړی هغه مهال د انترپولد منسوبینو له لوري ونیول شو چې غوښتل یې د جعلي پاسپورټ په مرسته د کندهار له سپین بولدک ولسوالی څخه پاکستان ته سفر وکړي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfttdytw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته