دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 175756
په ننګرهار کې د یو باغه دوه زره کېلو ګرامه خرما راټوله شوي
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره له یوه باغه دوه زره کېلو ګرامه خرما راټوله شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند په هډي فارم سیمه کې په څلوېښت جریبه ځمکه کې له یوه باغه د لومړي ځل لپاره دوه زره کیلو ګرامه اووه ډوله خرما را ټوله شوې، چې ترې شاوخوا ۶۵ زره افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاد باغ کې له عربي اماراتو څخه راوړل شوي شاوخوا دوه زره اوه سوه د خرما ۷ ډوله بوټي کرل شوي وو، چې په لومړي کاليې دوه زره کېلو ګرامه حاصلات ورکړل.
د ننګرهر  ولایت مقام په وینا، تمه ده، چې په راتلوونکو کلونو کې د یاد باغ په حاصلاتو کې یې لا همزیاتوالی راشي .
 
https://avapress.com/vdcgnn9q3ak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته