د کابل رایو بیا شمېرنه اتیا سلنه پر مخ تللې وه؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دا بهیر ودراوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه پلاوي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مقر کې د کمیسیون غړیو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو اړتیا وړسندونو د سپارلو بهیر به ژر بشپړ کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي وایي: تر هغې پورې، چې د کابل ټاکنیزې حوزې ټول اړوند اسناد ورنکړ شي؛ د کابل رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکول کیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون منشي علیرضا روحاني وایي، د دې لپاره، چې د کابل رایو په بیا شمېرنه کې بیا کتنه او روڼتیا راشي؛ په دې اړه تخنیکي بحث روان دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهيمي وایي، ټول اسناد د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته سپارل شوي او په دې اړه نورې همکازۍ ته هم چمتو یو.
د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ په چارو کې نه همغږي نوې خبره نده.
د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده په دې باور دي، چې که د کابل رایو بیا شمېرنه ودریږي؛ خلک به د دې بهیر په وړاندې نور هم شکمن شي.
د څار بنسټونه له ټاکنیزو کمییسونونو غواړي، چې د ټاکنو د اعلام لپاره ډېرې هڅې وکړي او له روانو ننګونو راروانې ولسمشریزې ټاکنې وژغوري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)