د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، چې ولسمشر په خپل یو فرمان کې د دولت، حکومت، ګوندونو او مدني ټولنو له استازیو څخه د خبرو اترو مشورتي بورد اعلام کړ.
حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 قوس 1397 ساعت 20:13
د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، چې ولسمشر په خپل یو فرمان کې د دولت، حکومت، ګوندونو او مدني ټولنو له استازیو څخه د خبرو اترو مشورتي بورد اعلام کړ.
له هغې وروسته، چې ولسمشر غني د ژنیو په ناسته کې له طالبانو سره د مرکچي بورد د ۱۲ کسانو نومونه واخیستل؛ طالبانو اعلام کړه، چې له حکومت سره خبرې نکوي او د افغانستان د سولې په اړه د امریکا له استازي سره خپلې خبرې روانې ساتي.
د ملي وحدت حکومت څرګنده کړې، چې هیڅوک د حکومت پر ځای د سولې د خبرو حق نلري.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال زیاتوي: هیڅوک د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د سصولې په اړه معامله نشي کولی. په دې ټوګه د سولې په بهیر کې هر راز خبرې او پرېکړې یوازې د افغانانو حق دی.
د ملي امنی شورا د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ د سولې عالی مشورتي بورد د حکومت او دولت غړي دادي: ۱- د افغانستان ولسمشر او مرستیالان یې۲- د حکومت اجرائیه رییس او مرستیالان یې۳- د ولسي جرګې رییس۴- د مشرانو جرګې رییس۵- قاضي القضات۶- د ملي امنیت سلاکار۷- د ولسمشرۍ د مقام د دفتر عمومي رییس۸- لوی څارنوال۹- په پارلماني چارو کې د دولت وزیر۱۰- د ملي امنیت رییس۱۱- د هېواد د عالمانو سراسري شورا رییس۱۲- د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس.
نوموړي دغه راز په ډاګه کړې، چې د هېواد لاندې محترم جهادي، ګوندي او مدني استازي په یاد بورد کې غړي دي:
۱- پخوانی ولسمشر حامد کرزی۲- پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي۳- د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف ۴- د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار۵- د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني۶ د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني۷- د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي۸- د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني۹- د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري ۱۰- د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شیخ آصف محسني۱۱- د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال۱۲- د سولي او پرمخټک ګوند مشر حاجي دین محمد۱۳ د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور۱۴ د هېواد سیاسي څېره آمنه افضلي۱۵ د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي۱۶ د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان۱۷ د زرغون بهیر مشر امرالله صالح.
حکومت له طالبانو هم غواړي، چې مرکچي پلاوی معرفي کړي؛ خو سیاسي ګوندونه اوس هم په دې شک لري، چې په خبره یې حکومت دې د سولې خبرو ته کومه اراده ولري.
د نهضت اسلامي افغانستان ګوند رییس سید اسحاق گیلاني وایي: حکومت د سولې په خبرو کې له واک و ځواکه پاتې کیږي؛ نو، ځکه نه مني ، چې د سولې خبرې تر سره او خلک له قربانیو وژغورل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم سیمې ته د خپل درېیم پړاوویز سفر په ترڅ کې اوس تاجکستان ته رسیدلی او غواړي، چې د سیمې هېوادونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره قانع کړي.
د مطلب کود: 175764