کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې وسله والو مخالفينو لويه ماته خوړلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 قوس 1397 ساعت 12:37

دا څرګندونې د هلمند والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو له رسنيو او خبريالانو سره د يوې رسنيزې ناستې پر مهال وکړې او وويل شول، چې وسله والو طالبانو په تېره شاوخوا يوه مياشت کې سخت ځاني او مالي زيانونه ليدلي، چې اوس مهال د کمزورۍ په ورستي حد کې دي.



هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان وويل: د امنيتي رهبرۍ د قوي مديريت او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ځواکمنې مبارزې او سرښندنې له مخې د تعرضي، کمانډويي او هوايي عملياتونو پر بنسټ د دښمن ملا ماته شوې او دا مهال هغوی په سخت کمزوري حالت کې دي.
هغه زياته کړه: د تېرې شاوخوا يوې مياشتې په ترڅ د دښمن ۲۵۱ تنه وژل شوي، چې پدې کې د هغوی تش په نوم والي ملا منان او د هغه د خاص کس او وياند ملا جاويد په ګډون ۱۱ تنه نور مهم او لوړپوړي مسُولين هم شتون لري. ۷۵ بابه غټې او مخفي قرارګاوې او ۲۸ بابه د چاوديدونکو توکو ډيپوګانې له منځه وړل شوي، ۶۲۰ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه شنډ شوي، ۱۸ عرادې موټرونه، ۶ عرادې موټربمونه، ۵۴ عرادې موټرسايکلونه او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې تخريب او له منځه وړل شوي دي.
جنرال ياسين وړاندې وويل: دښمن ته دغه ځاني او مالي زيانونه د هلمند په نهرسراج، موسی کلا، مارجې، ګرمسېر، نادعلي، ناوې، نوزاد، سنګين، کجکي، باباجي او نورو سيمو کې اوښتې دي.
هلمند والي د لښکرګاه پر څلورمه حوزه باباجي، سور ګودر، د نادعلي لوی مانده او ګرشک ولسوالۍ مالګير او نورو سيمو کې د افغان ځواکونو بريالي عمليات وستايل او زياته يې کړه، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د پلان مطابق پر ټولو هغو سيمو بېرته ولکه خپلوي، چې دا مهال د مخالفينو تر ګواښ لاندې دي.
ښاغلي ياسين په تازه نيول شويو سيمو کې پر بشري مرستو سربېره د خدماتو د چمتووالي ډاډ څرګند کړ او وې ويل، چې له ماینونو د يادو سيمو تر بشپړ تصفيې وروسته به سمدستي هالته بشري کومکونه او نور خدمات ورسول شي.
هغه د باباجي، سورګودر، لوی مانده او د ګرشک اړوند سپين مسجد او مالګير سيمو له اوسېدونکو وغوښتل، چې په خپلو اړوند سيمو کې له احتياط کار واخلي، ځکه دښمن بې شمېره ماينونه کرلي دي، چې دا مهال يې امنيتي او دفاعي ځواکونه په ايستلو بوخت دي، کله چې ساحه پاکېږي نو خلکو ته به د ازاد تګ راتګ خبرتيا او اجازه ورکړل شي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال محمد رزاق يعقوبي او د څلورمې سرجدي لوا قوماندان ډګروال ظاهرګل مقبل هم د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وروستيو برياو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل: دښمن اوس په ټولو سيمو کې سخت ځپل شوی، د مخامخ جګړې توان نه لري او افغان ځواکونه به يې پر وړاندې لا نور اقدامات هم ترسره کړي.


د مطلب کود: 175798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175798/هلمند-کې-وسله-والو-مخالفينو-لويه-ماته-خوړلې

آوا
  https://www.avapress.com