دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 175803
استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ روان دیسمبر میاشتې په ۱۹ نیټه پېېلیږی
د استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پېلیږي چې په کې درې افغان لوبغاړي ګډون کوي.


 د افغانستان ځوان تکړه سوکه توپ اچونکی مجیب ځدراڼ چې په لومړي وار په یاد لیګ کې لوبیږي تېره ورځ استرالیا ته سفر درلود چې اوس د خپلې لوبډلې سره یوځای شوی دی. مجیب ځدراڼ له تېر په زړه پورې کال او یو شمېر بریاو وروسته په بیګ بیش لیګ کې د بریزبین هیټ لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ. دوه نور لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم د خپلو لوبډلو سره د دویم وار لپاره تړون غځولی دی چې په راتلونکې لیګ کې به خپله جادو ښيي. محمد نبي د میلبورن رینیګیډز او راشد خان د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلو لخوا لوبیږي، یاده دې وي چې راشد خان د تېر اووم پړاو زیاتې «۱۸» ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و. په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون کوي، چې په ۱۹م دیسمبر پېل کیږي او د فروري میاشتې په ۱۷مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي. لومړۍ سیالۍ به د راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د دواړو لوبغاړو د لوبیدو امکان شته، د محمد نبي لوبډله به په دویمه ورځ په ۲۰ دیسمبر خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کوي. راشد خان که څه هم دا مهال د سویلي افریقا په امزانسي سوپر لیګ کې بوخت دی خو ډير ژر به سویلي افریقا څخه استرالیا ته ستون شي او د خپلې لوبډلې سره یوځای  شوی۔
https://avapress.com/vdcjyievtuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته