دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 175805
سرابي: د حکومت د سولې عالي مشورتي بورډ ناقص دی
د افغانستان د سولې عالي شورا د حکومت لخوا اعلان شوی د سولې عالي مشورتي بورډ د غړو ترکیب له‌مخې غیر عادلانه بولي او وايي دا چې په دغه بورډ کې د ښځو ونډه سمبولیکه ده «ناقص» دی.

د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د چهارشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۱مه» په دغه بورډ کې د مېرمنو د ونډې د کموالې په اړه یوې غونډه کې وویل:

​"زه اعتراض لرم، مشورتي بورډ جوړ شوو خو د دولت په استازیتوب هېڅ یوه مېرمنه په هغه کې حضور نه لري، د جهادي مشرانو په لېست کې هم مېرمنې شتون نه لري، یوازې دوو مېرمنو ته د هغوی کورنیو ته د احترام په خاطر ځای ورکړل شوی دی."
د سولې د عالي شورا مرستیالې ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پر مخ دروازه تړل شوې چې د دې په وینا باید ماتې شي، تر څو مېرمنې په مهمو پرېکړو کې لکه سوله ګډون ولري.
په دغه غونډه کې په افغانستان کې د امریکا سفیر هم وویل، د دې لپاره چې یوې واقعي سولې ته ورسېږو د د سولې په بهیر کې باید مېرمنو ته ونډه ورکړل شي.
جان بس وویل، که د ټولنې نیمايي برخه له دغه بهیر څخه بهر پاتې شي سوله اصلاً سوله نه ده.
ښاغلي بس وویل:د دې لپاره چې دې هېواد ته سوله راشي، موږ په دې باور یو، چې افغان مېرمنې باید د خبرو اترو یو جز وه اوسي، په دې خبرو اترو کې باید شاملې اوسي، ښځې باید په مذاکره کوونکي پلاوي کې شاملې وي، مېرمنې باید په مشورتي بورډ او باید په تطبیقي کمېټیو کې شاملې وي.
د افغانستان جمهوري ریاست تېره ورځ له لوړپوړو دولتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو څخه تشکیل شوی د سولې عالي مشورتي بورډ اعلان کړ.
په دغه بورډ کې د مېرمنو په استازیتوب، صدیقه بلخي او امنیه افضلي ته ځای ورکړل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgsb8srhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته