دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 175822
د ۱۱،۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوری منظور کړل شو
د جمهوري ریاست دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې، د ملي تدارکاتو کمیسیون په وروستۍ ناسته کې د ۱۱،۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه منظور کړي دي.

د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، خبر ورکړی چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمیسیون د یوسلو درې اویایمې ناستې په لړ کې د ۲۱ تدارکاتي مواردو تر ارزونې وروسته د ۱۱،۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه منظور شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه منظور شوي قراردادونه په عمده توګه د خپلواک رادار د سیستم تدارک او نصب، د کندز د ارچي کانالونو بیا جوړونه او اعمار، د چاریکار ښار د سړکونو جوړونه او د تیږو فرش، د پکتیا د ولایت مقام میلمستون د یوې برخې د بریښنا، کانالیزاسیون او اوبو رسولو د سیستم جوړونه او د حامد کرزي نړیوال هیوایي ډکر د احاطوي دېوال اعمار په ځان کې را نغاړي. په خبر پانه کې دا هم راغلي چې په دغو قراردادونو کې، د سالنګونو د څارنې او ساتنې لپاره د ډیزل تیلو  تدارک، د خوست د دومنده – قلندر سړک بیا رغونه، د سالنګونو د هلیز ( نوي تونل)  لپاره د مستقل ارزیابي کوونکي استخدام، د غزني ولایت امنیې قومندانۍ د ښاري کمربند د ۲۷ پوستو ودانیزې چارې، د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک عمومي ریاست د وسایطو د پرزه جاتو تیارول، د ۱۰۱ اسمایي زون لپاره  د غوښې تدارک او د سپین غر ۳۰۳  زون د قطعاتو او جز تامونو لپاره د اړتیا وړ لرګیو تیارونه هم شامله ده.
 
https://avapress.com/vdcaumn6u49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته