دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 175824
د کابل ولایت ولسی جرګي ټاکنو رایې شمېرنه د سره پیل کیږی
له څه ناڅه يوې اوونۍ وروسته د انتخاباتو او انتخاباتي شکايتونو کميسيونونه په دې موافقه وکړه چې سر له نن څخه د کابل ولايت د انتخاباتو د رايې شمېرل یې له سره پيل کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي په دې باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مسوولانو د کابل له انتخاباتي حوزې  سره  د رايې د بيا شمېرنې په باب د يوه ميکانيزم په رامنځته کولو سره د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره موافقې ته رسيدلي دي چې ښايي د دغه ميکانيزم له جوړولو وروسته د رايو د بيا  شمېرنې بهير څو شيبې وروسته په رسمي ډول پيل شي.
له هغه وروسته چې د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د کابل ولايت د انتخاباتي رايې باطلې اعلام کړې، د انتخاباتو خپلواک کميسيون له هغه سره مخالفت وکړ.
خو د دغو دوو بنسټونو ترمنځ د اختلافونو له رامنځته کېدو وروسته د دواړو کميسيونونو مسوولانو د جمهور رئيس د دويم مرستيال په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې موافقه وکړه څو د رايې د باطلولو د پریکړې په باب له سره کتنه وکړي.
https://avapress.com/vdccipqs02bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته