دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 175827
بدخشان کې ملی اردو پر پوستو وسله وال برید شوی
د بدخشان جرم ولسوالۍ کې طالبانو او برهني جنګیالیو ملی اردو پر پوستو باندی برید کړی دی.

د بدخشان پولیس وايي، د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ په «سوچ» کلي کې طالبانو او بهرني جنګیالیو د ملي اردو پر پوسته برید کړی، شپږ سرتېري یې وژلي او اووه نور ټپیان دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناءالله په دی اړه رسنیو ته وویل، طالبانو یاد برید نن سهار ۳:۰۰ بجې ترسره کړی او شپږ میله وسله یې هم له ځان سره وړې دي.
د هغه په خبره، په دې نښته کې درې بهرنیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، د ولسي جرګې د نوماند صفرمحمد مبارز پلویانو وروسته له هغه له تېرو دوو ورځو راهیسې د تخارـ بدخشان لویه لار تړلې چې د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د یاد نوماند نوم په لومړني لېست کې نه و.
هغه زیاته کړه، د یادې ستونزې د حل لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی خو پایله نه لري.
 
https://avapress.com/vdcf0tdyew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته