دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 175830
د لاجوردو لارې په پرانیستو سره به د افغانستان تاریخي موقعیت بیا را ژوندی شي
مرتضوي:" د لاجوردو لار له دوو نقطو، هرات، آقینې او د ترکمنستان، آزربایجان او ګرجستان له لارو او له ترکیې څخه په تېریدو سره مرسته کوي، چې افغانستان له اروپایي بازارونو سره ونښلوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي:" په تېرو څلورو کلونو کې د ملي یووالي حکومت سیاست د بهرني سیاست په پنځو کړیو کې مهمې او هیله بښوونکې پایلې لرلې."
شاه حسین مرتضوي:" مونږ هم د بهرني سیاست په پنځو کړیو او هم د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې مشخصې او ملموسې لاسته راوړنې لرو."
شاه حسین مرتضوي:" سبا به هم مونږ په اقتصادي او ټرانزیټي ډګر کې د یو مهم پروګرام، چې هغه په هرایت ولایت کې د ولسمشر په حضور سره د شانداره مراسمو په ترڅ کې د لاجوردو لارې پرانیستنه ده، شاهدان یو."
 
شاه حسین مرتضوي:" د لاجوردو لارې په پرانیستو سره به د افغانستان تاریخي موقعیت بیا را ژوندی شي."
مرتضوي:" د لاجوردو لار له دوو نقطو، هرات، آقینې او د ترکمنستان، آزربایجان او ګرجستان له لارو او له ترکیې څخه په تېریدو سره مرسته کوي، چې افغانستان له اروپایي بازارونو سره ونښلوي.
شاه حسین مرتضوي:" هغه افغانستان، چې ډېر کلونه په یوه پوله پورې تړلی وو او د پولې د بندېدو په صورت کې به د پېر او پلور شرایطو سختې ستونزې رامنځته کېدلې، اما اوس مهال د افغانستان د خلکو لپاره بدیلې لارې پرانیستل شوي، چې دا د افغانستان د بهرني سیاست د بریالیو هڅو محصول دی."
شاه حسین مرتضوي:" دغه لار د افغانستان لپاره زیاتې ګټې لري، لکه د سوداګرۍ د لګښت کمېدل، د لارې لنډېدل، د افغانستان محصولاتو ته د زیاتو بازارونو موندل او ګڼ نور."

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، اجمل حمید عبدالرحیمزی:" زه د افغانستان ملت او خصوصي سکتور ته، په اقتصادي ډګر کې د دې ستر ګام د اوچتېدو مبارکي وایم."
عبدالرحیمزی:" د لاجوردو لار له لنډو او ډاډمنو لارو څخه دی. د لومړي ځل لپاره سبا پنجشنبه د لاجوردو له لارې سوداګریزه جوپه ترکیې ته لیږل کېږي."
عبدالرحیمزی:" په دې جوپه کې ۸۳ ټنه پنبه، ۲۳ ټنه ممیز، ۲۶ ټنه بادام او ۲.۵ ټنه کنجد شامل دي. د سولې او پراختیا د ملي چوګاټ له مخې هڅه کېږي، چې وارداتي افغانستان په یوه صادراتي هغه بدل شي."
https://avapress.com/vdcjtievyuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته