د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د هالنډ د دفاع وزیرې مېرمن انا تیودورا برناردینا سره وکتل.
جمهور رئیس غني د هالنډ دفاع وزیرې سره وکتل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 قوس 1397 ساعت 19:08
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د هالنډ د دفاع وزیرې مېرمن انا تیودورا برناردینا سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او کرنې، سولې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د هالنډ د دفاع وزیرې ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول زیربنایي او د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې له امله مننه وکړه.
د هالند د دفاع وزیرې له جمهور رئیس څخه په مننې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ.
نوموړې په امنیتي سکتورکې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د اقداماتو، د سولې بهیر کې د هلو ځلو او د ښځو حقونو ته د پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل: د هالنډ خلک او حکومت به د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
د مطلب کود: 175835