په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او کرنې، سولې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د هالنډ د دفاع وزیرې ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول زیربنایي او د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې له امله مننه وکړه.
د هالند د دفاع وزیرې له جمهور رئیس څخه په مننې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ.
نوموړې په امنیتي سکتورکې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د اقداماتو، د سولې بهیر کې د هلو ځلو او د ښځو حقونو ته د پاملرنې قدرداني وکړه وې ویل: د هالنډ خلک او حکومت به د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)