دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 175862
جمهور رئیس غني د ولسوالانو د دویم ملي کنفرانس د پای مراسمو کې: ولسوالۍ له دولت او ملت سره د اړیکو لومړۍ نقطه ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره ماښام د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملي بحث تر سرلیک لاندې د ولسوالانو د دویم ملي کنفرانس د پای مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول، لومړی د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ په یاد کنفرانس کې د ترسره شویو کارونو په اړه خپل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
نوموړي د دغه کنفرانس د بریالیتوب په خاطر د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل: ولسوالانو په دوه ورځني کنفرانس کې هر اړخیز بحثونه لرل او خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې مطرح کړې او یاد کنفرانس د هغوی د دندو د ښه ترسره  کولو لپاره په لار نقشه بدلېږي.
وروسته د هرات د غوریان ولسوال فرهاد خادمي، د پروان د غوربند ولسوال نوراقا سامي، د غور د لعل او سرجنګل ولسوال محمدیاسین نجفي زاده او د کابل د بګرامیو ولسوال محمدګل شرافت د نورو ولسوالانو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی د یاد کنفرانس د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ د دښمن د تبلیغاتو ضد پروګرام د تطبیق، له تصفیوي عملیاتو وروسته د ټولنیز قرارداد، د ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، سیمه ییزې اردو د ایجاد، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، غیر مسوولو وسله والو پر ضد د مبارزې، د وطندار محوره حکومتولۍ، ولسوالانو ته د زیاتو واکونو د ورکړې، طیعي پېښو ته د رسیدګي، د اساسي خدماتو د وړاندې کولو د محلي کولو او د ولسوالانو د امنیت د تامین په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
وروسته د سولې اجماع لپاره  په سیمه ییزه چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، د سولې مذاکرات نتیجه ورکوي او سوله ژر راتلونکې ده، د سیمې خلکو ته دا پیغام ورسوئ. نوموړي زیاته کړه، موږ تلپاتې سوله غواړو، داسې سوله چې عادلانه وي او زموږ ملي یووالی په کې پیاوړی شي.
ښاغلي داوودزي څرګنده کړه، هغه سوله چې ملت یې غواړي باید د اساسي قانون په چوکاټ کې وي، بین المللي مشارکت ته ضمانت ورکړي او د دولت په رهبري او چوکاټ کې وي.
نوموړي ولسوالانو ته په  خطاب کې وویل: له موږ سره  په  تماس کې اوسئ او خپلې مشورې، اندېښنې او وړاندیزونه د سیمه ییزه ارګانونو خپلواې ادارې له لارې موږ ته ورسوئ.
ورپسې د سترې محکمې غړي عدالتخواه خبرې وکړې او ولسوالانو ته یې د قانون د حاکمیت او د فساد د له منځه وړلو په برخو کې د سترې محکمې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: ولسوالۍ له دولت او ملت سره د اړیکې لومړۍ نقطه ده او د هغوی رول په حکومتولي کې ارزښت لري او تاسو په خپلو سیمو کې زما ځانګړي استازي یاست.
جمهور رئیس د کنفرانس په جریان کې د هغوی د نظریاتو، ارزونې او عادلانه قضاوت مننه وکړه وې ویل: پر خلکو ستاسو تمرکز زیات وو او دا د عظیم  تحول ښودونکی دی.
هغه زیاته کړه، ستاسو په لیدلورو کې مې ملي اجماع وموندله چې په سوله، ثبات، وفاق او اقتصادي پرمختګ به بدله شي.
جمهور ر ئیس د دوی د کار په ځای کې د ولسوالانو په حضور، د معلوماتو په شریکولو  او د راپور په برابرولو ټینګار وکړ وې ویل: په ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو د حاضرۍ په اړه د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک ریاست ته راپور ورکړئ.
جمهور رئيس په دې خاطر چې له ولسوالیو سره د جمهوري ریاست اړیکې زیاتې شي د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې له هرې ولسوالۍ یو ځوان په ملي امنیت شورا کې استخدام کړي.
محمد اشرف غني مخابراتو وزارت  او اترا ادارې ته لارښوونه وکړه چې سملاسي انټرنټ او ټلیفوني خدماتو ته د ولسوالانو لاسرسی برابر کړي.
جمهور رئیس وویل، تر راتلونکو دوه میاشتو پورې پر پالیسۍ او د اړتیا په صورت کې به د ولسوالیو په قانون بیا کتنه وشي.
د هیواد جمهور رئیس د ولسي تړون پروګرام پر موثریت زیات ټينګار وکړ او وې ویل، تر درې راتلونکو کالو به وړې او منځنۍ اوبه مدیریت شي. هغه د ولسوالیو د کرنیز پیداوار په زیاتوالي او د کرنې په میکانیزه کېدو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني له ولسوالانو وغوښتل چې خلک د امنیت د تامین برخه کې بسیج کړي، د بشري قوا د بدلون لپاره خلک سهیم کړي، د سولې د تطبیق لپاره چمتووالی ونیسي او ټاکنې په شفافه توګه مدیریت کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepn8zwjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته