دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 175864
افغان ولسمشر د لاجوردو د لارې د پرانېستې په هدف هرات ته رسېدلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لاجوردو د لارې د پرانېستې په هدف هرات ولایت ته رسېدلی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې په دغه پرانېست غونډه کې د ترکيې، ترکمنستان، ازاربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخېستې.

​نوموړی وايي چې د ده لارې له پرانېستې وروسته به نن په افغان تولیداتو بار ۹ کانټینرونه د چین او ترکیې پر لور حرګت وکړي.
د ده په خبره په ۵ کانټینرونو کې به نخ او پنبه بار وي چې چین ته وړل کېږي او همدا شان په څلورو نورو کې به ممیز، کونځلې او د هندواڼو تخم بار وي چې ترکیې ته به ولېږدول شي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3n9qtak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته