کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ولسمشر د لاجوردو د لارې د پرانېستې په هدف هرات ته رسېدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 قوس 1397 ساعت 11:07

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لاجوردو د لارې د پرانېستې په هدف هرات ولایت ته رسېدلی دی.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې په دغه پرانېست غونډه کې د ترکيې، ترکمنستان، ازاربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخېستې.

​نوموړی وايي چې د ده لارې له پرانېستې وروسته به نن په افغان تولیداتو بار ۹ کانټینرونه د چین او ترکیې پر لور حرګت وکړي.
د ده په خبره په ۵ کانټینرونو کې به نخ او پنبه بار وي چې چین ته وړل کېږي او همدا شان په څلورو نورو کې به ممیز، کونځلې او د هندواڼو تخم بار وي چې ترکیې ته به ولېږدول شي.

 


د مطلب کود: 175864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175864/افغان-ولسمشر-د-لاجوردو-لارې-پرانېستې-په-هدف-هرات-ته-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com